news اخبار فوری
clock

استرالیا د افغانستان د سفیر اعتبارنامه تمدید نه کوي؛ افغانان له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي

استرالیا د افغانستان د سفیر اعتبارنامه تمدید نه کوي؛ افغانان له جدي ستونزو سره مخ کېدای شي

 په تازه خبرونو کې راغلي چې د استرالیا حکومت وحیدالله ویسی، د افغانستان سفیر په کانبرا کې، خبر کړی چې د هغه اعتبارنامه به تمدید نه شي او د دیپلوماتیک مأموریت یې د فبرورۍ میاشتې په پای کې پای ته رسیږي

د دی< استرالین» ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې د دې پرېکړې عملي کېدل به په استرالیا کې مېشت زرګونه افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي. هغه افغانان چې د پاسپورت، ویزې، نکاح‌خط، د هویت تثبیت او نورو رسمي اسنادو لپاره پر سفارت تکیه لري، اوس د دغو خدماتو د ترلاسه کولو لپاره له خنډونو سره مخ کېږي

وحیدالله ویسی چې د طالبانو له سختو مخالفینو څخه دی، د جمهوریت له سقوط وروسته له طالبانو سره همکاري نه ده کړې. هغه ته اوس رسمي خبرتیا ورکړل شوې چې له فبرورۍ وروسته به د دیپلوماتیک اعتبار حق ونه لري

سره له دې، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې دوی هېڅ پلان نه لري سفارت افغانستان د طالبانو لاس ته ورکړي

په پام کې ونیسئ: د دې پرېکړې اغېز به نه یوازې پر سفیر، بلکې پر ټولې افغان ټولنې په استرالیا کې څرګند شي او د رسمي اسنادو ترلاسه کول به خورا ستونزمن شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto