ایران د سختې وچکالۍ او د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په هدف د مصنوعي باران یا کلوډ سیډینګ پروژه بیا فعاله کړې ده. چارواکي وايي چې په دې پروسه کې د کیمیاوي موادو په کارولو سره د وريځو دننه د ورښت د رامنځته کېدو هڅه کېږي
د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، دا پروسه د شنبې په ورځ د ارومیه ستر جهیل له پاسه ترسره شوه؛ هغه جهیل چې د کلونو وچکالۍ او د اوبو سطحې د کمېدو له امله یې پراخې برخې وچې شوې دي. چارواکي وايي چې د مصنوعي باران هڅې به د ختیځ او لوېدیځ آذربایجان په ولایتونو کې هم پراخې شي
ایران له څو لسیزو راهیسې د باران په کمښت او د اوبو په سر د جدي بحران سره مخ دی. تازه اوونیو کې د باران د نهورېدو له امله د هېواد د اوبو زیرمې ډېرې کمې شوې دي. د هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و چې که ژر باران ونه وري، ښايي د تهران د اوبو وېش په نوبتي ډول عملي شي او آن امکان شته چې خلک د پلازمېنې پرېښودو ته اړ شي
په کلوډ سیډینګ کې د سیلور او پوټاشیم آیوداید په څېر مالګې د الوتکو او یا د ځمکني ماشینونو له لارې په وريځو شیندل کېږي څو د اوبو بخار د څاڅکو په بڼه راټول او په باران بدل شي. دا تخنیک له زیاتې مودې راهیسې په نړۍ کې کارول کېږي، او متحده عرب اماراتو په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت د مدیریت لپاره له همدې طریقې پراخه ګټه اخیستې ده
د اقلیم متخصصین وایي چې دا پروسه که څه هم په بشپړه توګه تضمین شوی حل نه دی، خو د سختې وچکالۍ په شرایطو کې کولی شي د ورښت په زیاتولو کې یوه مرسته کوونکې وسیله ثابت شي. ایران هیله لري چې د دې تخنیک په تطبیق سره د اوبو د اوږدمهالۍ کمښت لپاره مؤثر بدیلونه ایجاد کړي