ځايي سرچینې په پنجشیر ولایت کې خبر ورکوي چې نن سهار، د یکشنبې په ورځ د عقرب ۲۵مه، د یوې ناشناستې بېپیلوټې الوتکې (ډرون) پرواز د دې ولایت په اسمان کې لیدل شوی دی. ویل کېږي چې دغه ډرون د شتل، عنابه، رخه او بازارک په ولسوالیو کې د څو شیبو لپاره په هوا کې ګرځېدلی دی
تر دې دمه نه ده روښانه شوې چې دا ډرون د کوم هېواد، ادارې او یا کومې ډلې پورې اړه لري او د پرواز موخه یې څه وه. د طالبانو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی
ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ډرون راتګ د خلکو ترمنځ پوښتنې او اندېښنې راپورته کړې دي، ځکه دوی نه پوهېږي چې دا پروازونه د څېړنې، څارنې، یا کومې بلې احتمالي موخې لپاره ترسره کېږي
د امنیتي او استخباراتي ماهرینو په باور، په داسې حساس ولایت کې د نا معلوم ډرون حضور هغه موضوع ده چې پراخو وضاحتونو ته اړتیا لري، څو د خلکو اندېښنې لرې شي او د پېښې ابعاد روښانه شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
459
-
مقاله
53
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي