په اوزبیکستان کې د مرکزي آسیا د هېوادونو د اووم مشورتي سرمشریزې په ترڅ کې چې د دغه هېواد د ولسمشر شوکت میرضیایف په مشرۍ ترسره شوه، د سیمې رهبرانو پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان باید په سترو سیمهییزو اقتصادي، ترانسپورتي، انرژۍ او زیربنایي پروژو کې شامل او شریک کړل شي.
میرضیایف د غونډې د پرانیستلو پر مهال وویل چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ مستقیم اغېز لري او له همدې امله، د دې هېواد د ادغام لپاره ګډه ستراتیژي اړینه ده. هغه زیاته کړه
افغانستان باید د حملونقل، انرژۍ او زیربنایي پروژو د مهمې برخې په توګه شامل کړل شي، ځکه دا د سیمې د ګډې پرمختیا او ثبات لپاره لازمي او نهجلا کېدونکی ګام دی
د مرکزي آسیا د مشرانو په اند، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له مخې د سیمې د نښلیدو مهم پُل دی او د دې هېواد حضور او همکاري کولای شي د لویو اقتصادي دهلیزونو د عملي کېدو لپاره نوې لارې پرانیزي، د سوداګرۍ بهیر اسانه کړي او د سیمهییزو بازارونو ارزښت څو برابره لوړ کړي
شنونکي باور لري چې که افغانستان د سیمې په اقتصادي منطقې کې فعاله برخه واخلي، نه یوازې به د سیمې هېوادونو لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو زمینه برابره شي، بلکې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات، کارموندنې، پانګونې او اقتصادي احیا لپاره به هم پیاوړی بنسټ رامنځته شي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
462
-
مقاله
53
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي