شرکت انکشاف ملي د قوشټېپې کانال د ځمکو د اجارې «بېبنیاده شایعات» په قاطع ډول رد کړل او روښانه اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه کلک رد کړي چې ادعا کوي د قوشټېپې کانال شاوخوا ځمکې به په کرایه ورکول کېږي
د یاد شرکت ویاند په بیان کې ټینګار کړی چې تر دې دمه د ځمکو د اجارې په اړه هېڅ رسمي او قانوني پرېکړه نه ده شوې او هغه څه چې په ټولنیزو شبکو کې لاسپهلاس کېږي، د واقعیت نه لیرې او له بېاساسو شایعاتو ډک دي
نوموړي هغه کړۍ «فرصتطلب، فریبګر او د خلکو د اعتماد لوټونکي» بللي چې هڅه کوي د جعلي معلوماتو په خپرولو سره عامه ذهنیت ګډود او خلک وغولوي. ویاند پر خلکو غږ کړی چې د دغو کلاهبردارانو په پوستونو او خبرو باور ونه کړي او دقیق معلومات یوازې د انکشاف ملي له رسمي سرچینو تر لاسه کړي
شرکت انکشاف ملي څرګنده کړې چې د قوشټېپې سترې پراختیایي پروژې ټول مراحل به د شفافیت، قانونمندۍ او ملي ګټې په رڼا کې پر مخ ولاړ شي، او هېچاته به د خپلسرۍ یا درغلیو اجازه ورنه کړل ش
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
462
-
مقاله
53
-
Uncategorized
11
-
سیاست
9
نظر اخیر
-
توسط Anonymous
بیشک
-
توسط Anonymous
تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون
-
توسط Anonymous
ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي