news اخبار فوری
clock

د کندهار د نساجي صنعتي پارک پرانیسته؛ اقتصادي مرستې او بنسټيزې پروژې پیل شوې

د کندهار د نساجي صنعتي پارک پرانیسته؛ اقتصادي مرستې او بنسټيزې پروژې پیل شوې


په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک افتتاح د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال رئیس‌الوزرا، ملا عبدالغني برادر، له‌خوا ترسره شوه. دا پارک به د کورني تولید د پیاوړتیا، د صنعتي فابریکو د راجلبولو او د سیمې د خلکو لپاره د کار د فرصتونو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي

د پرانیستې له مراسمو سره هممهاله، د دې صنعتي پارک د سړک جوړولو او د کانالیزه کولو د پروژې عملي چارې هم پیل شوې. د چارواکو په وینا، د یادو بنسټیزو کارونو لپاره له ۲۸ میلیونو افغانیو څخه ډېره بودیجه ځانګړې شوې ده

مسوولین وايي چې د پارک په بشپړېدو سره به په کندهار کې د نساجۍ صنعت ته نوې وده ورکړل شي، د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شي او د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره به مهمه لاسته‌راوړنه وي

د کندهار اوسېدونکي او ځايي سوداګر دا پارک د سیمې د صنعتي ودې لپاره یو ستر فرصت بولي او هیله کوي چې دا ډول پروژې به د کار بازار پراخ او د اقتصاد بنسټونه قوي کړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto