د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي : افغانستان دا مهال له داسې وچکالۍ سره لاس او ګریوان دی چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی. دغه وچکالي نه یوازې د هېواد د کرنۍ ملا ماته کړې، بلکې د میلیونونو افغانانو د ژوند څراغ یې هم تر سیوري لاندې راوستی دی
اوچا د چهارشنبې په ورځ، د ۲۸ عقرب په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د روان کال کرنیز حاصلات په پراخه توګه تباه شوي او هغه هیلې چې کروندګرو یې د باران په تمه زړه ته کړې وې، د وچې خاورې په شان خاورو ته ور ګډې شوې
تر دې هم بده دا چې په ګڼو سیمو کې څاروي له لوږي مړه کېږي، اوبه نښتې شوې دي او سلګونه کورنۍ اړ شوې دي چې خپل کلی پرېږدي او د ژوند د یوه څاڅکي اوبو او د یوه غړپ ډوډۍ په لټه کې بلې خوا ته کډه شي
د اوچا په وینا، که بارانونه بیا هم په وخت ونه وریږي، د ۲۰۲۵ کال ټول کرنیز تولیدات به د پام وړ ټیټ شي، چې دا به د خوړو د امنیت کړکیچ نور هم پسې سخت کړي او د خلکو راتلونکی لا تیاره کړي
دا نهاد دغه اندېښنه د نړیوالې بشردوستانې ورځې په مناسبت وروسته له هغې څرګندوي چې نړیوالې مرستې له افغانستان سره سږ کال په بېسارې توګه کمې شوې دي؛ په داسې حال کې چې د مرستو اړتیا هره ورځ لوړېږي
اوچا زیاتوي چې وچکالي په داسې حال کې پرېوځي چې افغانستان لا له وړاندې د کنړ او بلخ د مرګبارو زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو د ټکانونو لاندې دی
افغانستان د نړۍ په هغه لسو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د اقلیمي بدلونونو له امله تر ټولو ډېر زیان ګوري. په راپور کې ټینګار شوی چې که نړیواله ټولنه لاس په کار نه شي، د اوبو سرچینې، کرنیز اقتصاد او د میلیونونو هېوادوالو ژوند به له جدي خطر سره مخ شي ــ یو خطر چې سیوری یې د هرې ورځې په تېرېدو پسې غټ کېږي