د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرامتازه راپور څرګندوي چې د افغانستان ښځې او نجونې په وروستیو کلونو کې د داسې محدودیتونو تر سیوري کې ژوند کوي چې د دوی پر اقتصاد، زدهکړو، کار او ټولنیز حضور ډېر سخت اغېز کړی دی. دغه راپور د عقرب په ۲۸مه، د ښځو د نړیوالې کارآفرینۍ د ورځې په مناسبت خپور شوی دی.وايي چې له اکتوبر ۲۰۲۱ څخه تر سپتمبر ۲۰۲۵ پورې یې د ښځو په مشرۍ نږدې ۸۲ زره کوچني کاروبارونه پیاوړي کړي دي. د دې مرستو په برکت، له ۱۳۳ زره ډېرې افغان ښځې د کار او عاید فرصتونو ته رسېدلي دي. په ټوله کې، د دې پروګرامونو ګټه څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانانو ته رسېدلې ده
دغه اداره ټینګار کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر ګرځېدلی دی، ځکه چې دوی لومړۍ ډلې دي چې د هر نوي بندیز له امله ژوند او راتلونکی یې اغېزمنېږي.د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام استازی په افغانستان کې، استفان رودریګز، په دې تړاو وايي
موږ د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته هڅه کوو چې د ټولو افغانانو—په ځانګړي توګه د ښځو—لپاره یو روښانه، باعزته او عادلانه راتلونکی جوړ کړو
کارپوهان باور لري چې که د ښځو اقتصادي ځواکمنتیا دوام ومومي، نه یوازې د کورنیو وضعیت ښه کېږي، بلکې د ټول افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یې اغېزې حیاتي دي. سره له ټولو محدودیتونو، ګڼې افغان ښځې لا هم هڅه کوي د کورنیو صنعتونو، کوچنیو کاروبارونو او ابتکاري پروژو له لارې د عاید لارې ومومي او خپل درېدلي ژوند بیا په حرکت راولي
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو ملاتړ یوازې یو بشري اصل نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې هوساینې بنسټ جوړوي