news اخبار فوری
clock

ټرمپ: د افغانستان په خاوره کې د امریکا د وسلو پرېښودل «یو بې‌ساری احمقانه خطا» وه

ټرمپ: د افغانستان په خاوره کې د امریکا د وسلو پرېښودل «یو بې‌ساری احمقانه خطا» وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو د پخواني حکومت پرېکړه سخته غندلې او هغه یې د امریکا د یوې ستراتیژیکې «تر ټولو لویې تېروتنې» په توګه یاد کړې ده

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په غونډه کې، د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن‌سلمان سره د لیدنې پر مهال وکړې. هغه وویل چې د امریکا پوځ د وتلو پر مهال په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پرېښودل، «په بشپړ ډول یو احمقانه او غیرمسؤولانه اقدام و.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د هغه اداره به هڅه وکړي د امریکا پوځ بېرته ځواکمن او مجهز کړي. نوموړي زیاته کړه:

د داسې یو ستر قدرت لپاره هېڅ مانا نه لري چې خپل پرمختللي وسایل دښمن ته پرېږدي. دا د امریکا د تاریخ تر ټولو نه بښوونکې تېروتنه وه> «د داسې یو ستر قدرت لپاره هېڅ مانا نه لري چې خپل پرمختللي وسایل دښمن ته پرېږدي. دا د امریکا د تاریخ تر ټولو نه بښوونکې تېروتنه و

د ټرمپ د څرګندونو په دوام، هغه د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو څرنګوالی یو «ناکام مدیریت» وباله او ادعا یې وکړه چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وړاندې باید یو منظم پلان جوړ شوی وای، څو د تجهیزاتو له لاسه ورکولو او امنیتي خلا مخه ونیول شوې وای

سیاسي شنونکي وايي، د ټرمپ دا څرګندونې د هغه د بهرني سیاست د بیا تعریف برخه ده، کوم چې غواړي د امریکا پوځي حضور، وړتیا او نړیوال دریځ بېرته خپل پخواني ځواک ته ورسوي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto