news اخبار فوری
clock

محکمې د اکرام امام‌ اوغلو لپاره بې‌ سارې سزا اورولې؛ مخالفان: «د عدالت تر نوم لاندې سیاسي انتقام روان دی

محکمې د اکرام امام‌ اوغلو لپاره بې‌ سارې سزا اورولې؛ مخالفان: «د عدالت تر نوم لاندې سیاسي انتقام روان دی

د ترکیې په قضايي نظام کې یو بې‌ساری او د حیرانتیا وړ حکم هغه وخت اعلان شو، کله چې یوې محکمې د استانبول د پخواني ښاروال او د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مهم سیاسي سیال، اکرام امام‌اوغلو ته ۲ زره او ۳۵۲ کلونو د بند سزا واوروله

امام‌اوغلو، چې د اپوزېسیون یو مخکښ او د ۲۰۲۸م کال احتمالي ولسمشرۍ نوماند بلل کېږي، د ترکیې په میلیوني ښار استانبول کې د ۲۰۱۹م کال ټاکنو له لارې خپل شهرت لا لوړ کړ؛ ټاکنې چې اردوغان او د هغه ګوند ته یې یو دروند سیاسي ضربه ورکړه

مخالفان: «اردوغان دیکتاتورۍ ته ګامونه زیاتوي

د اپوزېسیون غړي او د امام‌اوغلو پلویان دا قضیه په کلکه سیاسي بولي او وایي چې دا حکم د عدالت نه، بلکې د واک د ساتلو لپاره د اردوغان اقدام دی

د هغوی په وینا، حکومت هڅه کوي د داسې درنو او غیرواقعي سزاګانو له لارې د امام‌اوغلو مخ په زیاتېدو محبوبیت ته زیان ورسوي، خو «خلک پوهېږي چې دا ډول فیصلې پر سیاسي حقیقت اغېز نه شي کولی

یو سیاسي کارپوه وایي:

د ۲ زره کلونو سزا په حقوقي منطق کې ځای نه لري؛ دا د سیاسي فشار ښکاره نښه ده. دا ډول فیصلې نه یوازې د عدالت سیستم ته زیان رسوي، بلکې د حکومت د وېروونکي چلند انعکاس هم دی

:په ټول ترکیه کې غبرګونونه زیات شوي

له حکم وروسته په استانبول، انقره او ګڼو لویو ښارونو کې خلکو سړې سړې غږې، لاریونونه او د عدالت غوښتنې شعارونه پورته کړي دي

د خلکو په باور، امام‌اوغلو هغه شخصیت دی چې د دوی د رایې ځواک یې ثابت کړی، او د عدالت په نوم د سیاسي تصفیې هڅې به یې د محبوبیت د کمېدو پر ځای، لا زیات مشهور کړي

اکرام امام‌اوغلو په یوه غبرګون کې ویلي دي:

"زما مبارزه د ترکیې د رڼا راتلونکي لپاره ده. نه سزا، نه فشار، او نه هم سیاسي لوبې به زه له دې لارې واړوي

د ترکیې راتلونکې سیاسي فضا لا تودېدونکې ښکاري. د امام‌اوغلو پر ضد د دې حیرانوونکې سزا تر اعلان وروسته، څارونکي وايي چې هېواد به د سختو سیاسي تاوتریخوالو، پراخو لاریونونو او ژورو سیاسي بدلونونو شاهد وي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto