news اخبار فوری
clock

نن د ټلوېزیون نړیواله ورځ لمانځل کېږي؛ د افغانستان د لومړي تلویزیون یادونه

نن د ټلوېزیون نړیواله ورځ لمانځل کېږي؛ د افغانستان د لومړي تلویزیون یادونه

نن، جمعه، د نومبر ۲۱مه د «ټلوېزیون نړیواله ورځ» لمانځل کېږي، یوه ورځ چې د ټلوېزیون د رول، اغېزو او اهمیت په یادولو ځانګړې شوې ده

ملګري ملتونه په ۱۹۹۶ کال د دسمبر په ۱۷مه پرېکړه وکړه چې د نومبر ۲۱مه دې د ټلوېزیون نړیواله ورځ وګرځول شي. موخه یې دا وه چې د ټلوېزیون په مرسته د جګړو، سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګونو او مهمو نړیوالو پېښو په اړه د پوهاوي کچه لوړه شي

په افغانستان کې د ټلوېزیون خپرونې د ۱۳۵۷ لمریز کال څخه پېل شوې، کله چې «تلویزیون خلق افغانستان» د هېواد د لومړي رسمي تلویزیون په توګه خپل نشرات پیل کړل. دا تلویزیون د رسنیو په ډګر کې نوې څپه را منځته کړه او د افغانانو د ژوند په خبرتیا او کلتوري وده کې یې مهم رول لوبولی دی

نن ورځ د ټلوېزیون نړیواله ورځ د رسنیو د پرمختګ او د خلکو په پوهېدو کې د ټلوېزیون د ارزښت د ستاینې یوه غوره شېبه بلل کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto